مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مورې

‎محمد حامد الوتاند

 

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎څومره په مینه تا روزلۍ یمه    د زړه په وینو د پاللۍ یمه
‎په مینه تا زه  پوهولۍ یمه      هره ګړۍ  د نازولۍ  یمه
‎اې زما موره کې ادې جانې مورې

‎   زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې 

‎دا ستا په غېږه کې جنت وه زما     بڼ او بوستان د طفولېت وه زما
‎     د مینې کور او محبت  وه زما     هلته رییښتیا قدر او قیمت وه زما
‎یې په ریښتیا جنت مکانې مورې

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎تا په پل،پل او ګرزیدا کړمه زه      هم په خبرو د ګویا کړمه زه
‎پوه د رمز او په معنې کړمه زه      د ژوند په چارو د دانا کړمه زه
‎ته ښوونځۍ ،زما ښوونکۍ یې د لارې مورې

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎دا چې زه داسې ځيګ راغلۍ ېمه       تا په څځلۍ زه کللک تړلۍ یمه
‎   هم چې په صبر زه غښتلۍ یمه        په  ګهواره  تا زنګولۍ  یمه
‎اې پښتنې زما افغانی مورې

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎جار د له دغه لوړ همته شمه       ستا له حیا او له عزته شمه
‎له پښتونوالې له غېرته شمه     په څو ، څو وارې څو کرته شمه
‎د شملورو غېرتیانو مورې

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎تا د امان غوندې غازیان روزلي          تا د اکبر غوندې زمریان روزلي
‎     پاکې لمنې کې د تل پهلوانان روزلي      تا د احد غوندې شاهین او عقابان روزلي
 ‎ای د غازیانو او زمریانو موری

‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎ستا په غېرت زمونږ تاریخونونه ویاړي    ستا په عزت کلي کورونه ویاړي
‎ستا په همت زمونږ  محفلونه  ویاړي        د جنګ مېدان او ډګرونه ویاړي
‎اې د ناهید او د نازو او د ملالې مورې


‎ زما مهربانې مورې پر ما ډېر ګرانې مورې       زما پښتنې زما افغانې مورې

‎     څومره چې لوې شمه او مشر شمه       ستا په حضور کې مې ځان ټيټ کڼمه کشر شمه
‎د درنښت نشته بل څوک ماته ستا په شانې مورې     ای پښتنې  د حامد مورې اې افغانې مورې
 
‎اې پر ما ګرانې مورې    زما مهربانې مورې    زما پښتنې زما افغانې مورې

 ستاکتن کلیفورنیا د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتې ۸

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery