د یورپ مسا فر ته د خپلی ښځی سوال ځواب -
تا خپل ځوانی کړه خاوري د یورپ په مزد ورۍ-
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ=
دا ډ یر کلونه وشول چی زه تا ته انتظا ره-
خپل کور ته د را تلو دی همیشه څا رمه لاره-
زما نور پکا ر نه دی ستا ډا لری او روپۍ -
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ-
زما پلار په د وزخ شه چی زه یی تا ته یم د رکړی-
ډ یر زیا ت کلونه وشول چی په او ر یم سوزید لی-
ښايسته عمر دی تیر کړو په بهر کښی د ځوانۍ-
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ-
اولاد د ی بی سواد شو لنډ غر ګرزی کو څو کښی-
یا شپه او ورځ نیشه وی یا قمار وهی د یرو کښی-
د لوږی نه به نه مرو خدای (ج) رسۍ به یو مړۍ -
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ
دا تور ویښتان می سپین شول یا ره ستا په طمع طمعه
سپین مخ می ګونځی ورکړی شوم زاړه د ډ يره غمه
له ژونده شو م بی زاره پري کومه خپل مرۍ
لا لیه اور دی و لګی په دا سی نوکرۍ
(روغواله) دی لیلا ته لږ زما نصیحت وکړه
ډیر ژر به ورته ورشم خیر دی لږ شان مهلت وکړه
د ولت او مینه د وا ړه بیا مزه کۍ په پیرۍ
لا لیه اور دی و لګی دا سی نوکرۍ