دخپریدو نیټه : 2013-05-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نه هغه شپه
اټک يوسفزی
نه هغه ورځ نه مې هغه هېره شوه
نه مې باران نه هغه شپه هېره شوه
د جنون زور پر دېواله کړم پورته
بېګا زما نه دروازه هېره شوه
ستا د سپين مخ شغلو چې وداړلم
په هغه دم مې کلمه هېره شوه
ښه شوه چې بيا راغلې په مخه خپله
توبه مې دا دی اوس راځه هېره شوه
دروغ هم هنر غواړي اټکه چپ شه
ما بې هنر نه هم پلمه هېره شوه