دخپریدو نیټه : 2013-05-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عاقل او پوه مسلمان
استاد فضل الله رشتین
ایمان ، روغتیا ، عزت النفس ، ازادي ، امنیت ، ځواني او سخاوت ، علم او معرفت ، تربیه او ادب ، اخلاق او انسانیت ، مینه او محبت ، ښه سلوک او رفاقت ، زړه سوی او همدردي ، حق ته غاړه ایښودل ، له صبر او حوصلې څخه کار اخستل هغه شیان دي چې عاقلاق یې غواړي ، خو خبره دلته دا ده چې څنګه امکان لري چې دا ټول صفتونه په یو مسلمان کې پیدا شي ، که دا ټول هر څه د یو مسلمان په وجود کې پیدا شي نو بیا هغه مسلمان کامل مسلمان دی او هیڅ نقص به ونه لري نو ځکه د هر مسلمان لپار ښايي چې ټینګ ایمان ولري او بې ایمانه نه وسي ، هر مسلمان ته ښايي چې د خپلې روغتیا خیال وساتي ، ځکه چې سلیم عقل په سلیم جسم کې دی ، هر مسلمان ته ښايي چې عزت النفس ولري او خپل عزت وساتي ، هر مسلمان ته ښايي چې ځواني او سخاوت ولري او له بخل څخه ځان وساتي ، هر مسلمان ته ښايي چې په علم او معرفت پسې وګرځي او د ټوپک فرهنګ د قلم په فرهنګ بدل کړي ، هر مسلمان ته ښايی چې له ادب او تربیې څخه کار واخلي او بې ادبي ونه کړي ، هر مسلمان ته ښايي چې د اخلاقو او انسانیت له شعار سره عملي ژوند وکړي او تشو په خبرو وخت تیر نه کړي، هر مسلمان ته ښايی چې له هر چا سره ښه سلوک او رفاقت وکړي او له بد سلوکۍ او دښمنۍ څخه ځان واساتي ، هر مسلمان ته ښايي چې په زړه کې له وطن سره ، له دین سره له مظلومانو او مسکینانو سره زړه سوی او همدردي ولې ، هر مسلمان ته ښايي چې حق و پیژني او له صبر څخه کار واخلي که یو مسلمان دا هر وکړي نو واقعا چې عاقل او پوه مسلمان ګڼل کیږي.