غزل
خیالونو کړم په مخه د ارمان غیږي ته لاړم
څومره بختور یم د جانان غیږي ته لاړم
غوټۍ د پيغلو هیلو مې د ورایه په خندا دي
بهار مې په بڼ راغی د بوهستان غیږي ته لاړم
زه لکه بورا په ګل سوری ټټر ازغو کړمه
اوس د خپل طبیب او درمان غیږي ته لاړم
لاړ هغه وختونه چې تصویر ته مې سجدي کړلې
نور له دې نړۍ د بل جهان غیږي ته لاړم
ماته هغه ستړی ژوند حرام په ارام واخوتل
خلاص شوم له دوزخه د اسمان غیږي ته لاړم
راشه ای غورځنګه چې د ژوند په خوږو پوه دې کړم
ستا په عشق کافره د ایمان غیږي ته لاړم