دخپریدو نیټه : 2013-05-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
محمد ایوب دل یار
ستا د ظلم انتها چي په ما زور شي
خورم قسم چي زندګي نه مي زړه تور شي
چي هر وخت یی په لیمو کي ګرځومه
داسي نه چي مي اشنا راته پیغور شي
د مجنون غوندي صحرا به پسي غواړم
خیر که نوم مي د عاشق په جهان خپور شي
تري خلاصون د هیچا نشته ای زړګیه
چي وخت راشي نو د کور شپه به د ګور شي
زه ( دلیار ) یمه حیران د زماني ته
چي څه لیکم رایاد راته څه نور شي