چـــې هـــر وخـــت زمــا د وطــن سودا کوي
نـــن هـــغــــه خــلـک د ســولـــې غوغا کوي
کـله یـو کـله بـل لښــکــر ســره جــنـګ کړم
یــاران خــو هــــســې چــیــغــې د غزا کوي
لــکه ګـــونګ د خـــپلې ژبــې بـې برخـې یم
کــه پــــښـــتــو وایــــمــه ، پر مــا خندا کوي
هـــم په زړه هـــم په ځـــيـګـر زخـــم راکوي
اف ! چــــې هـــمــدوي خـــبـرې د دوا کوي
د یوسف په شــان مـې خـپل ورونه خـرڅوي
بـیــا هـمـدوي هــر چا ته کــښـېـني ژړا کوي
د شپــې،شپــې د غــم کـاروان ښار ته راولي
په ســـبا،ســـبا یـــــې تــــور په بــل چا کوي
د احــمــدزي په سـیـــنــه کــــې دردونـــه دي
هېــواد یــې لــوټــېــږي، زړه یــې درزا کوي