دخپریدو نیټه : 2013-06-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نـــــــظــــــــم
محمد ایوب دل یار
ربه په زړه یوه تمنا لرمه
له ډیره وخته دا سودا لرمه
لاس مي نیولي ستا په در خالقه ج
په وچو شونډو دا دعا لرمه
زه د بنده ته د جهان مالک یی
د جنس او انس او د اسمان مالک یی
ستا د قدرته شمه ځار او لوګي
ته د بیوسو د درد مان مالک یی
ستا د حکمونو احترام کومه
یمه ناتونه دا پیغام کومه
ته د دوذخ د اوره راکړي فناه
ستا عبادت سحر ماښام کومه
امن امان د خپل وطن غواړمه
سمسور سپرلي د دی چمن غواړمه
څوک چی په بذ نظر کاته کړي ورته
سر ترینه فری له هغه تن غواړمه
سوپه ژړا به یتیمان وینمه
تل یی په وینو سور ارمان وینمه
څوک دلاسه کړم چاله ورشمه زه
هر یو مظلوم په ویر د ځان وینمه
څوک په تکل د مزدوري راوتي
د اخپل کور په مجبوري راوتي
څوک هسپتال څوک به سکولونو ته ځي
څوک به سودا له بازارونو ته ځي
څوک مسافر ذ بل وطن راغلي
وی به خوشحاله چي کورونو ته ځي
کور کي یی خلک انتظار باندي وی
سترګي نیولي یی په لار باندي وي
دلته نا ساپه واویله جوړه شي
په لګ ساعت کي کربله جوړه شي
راشي خبر چي دماکه وشوله
داسي یوه لویه حادسه وشوله
پلار شي د زوی او زوی د پلاره جدا
مور یه شي کونډا ورور د خوره جدا
څه په کي مړه او څه زخمیان وی دلته
څه یی ځوانان څه ماشومان وی دلته
څوک د ادي څوک د بابا ناري کړی
څوک به زما او څوک به ستا ناري کړی
یو څو په منډا منډا کور ته لاړ شي
اول د خپل خپلوانو لور ته لاړ شي
چي اوس به څوک په وینو سور وینمه
هر یو سړي د ځان په ویر وینمه
د هسپتال موټرو شور شي دلته
اواز په سیمه نړي خپور شي دلته
څوک لا لحاندا هسپتال ته رسي
له غمه ډک دغه جنجال ته رسي
وایی ای خدایه زه بنده د ستا یم
هم مسلمان او هم شیدا په تا یم
داسی حالات مو په وطن تیریږي
سختي د خوار غریب په تن تیریږي
خدایا د چا سترګو نظره کړولو
د خپله کوره یی بی دره کړولو
څه مو کهناه څه مو خطا دا ربه
د هر پښتون په کور ژړا ده ربه
نه د اختر نه د سپرلو نه خبر
نه د ژوندون د خوشحالو نه خبر
نه مو جومات نه مو حجري پاتي شوي
زرغوني دهشتي مو سپیري پاتي شوي
نظر د رحم مو په حال کړي خدایه
په خپل درګا مي قبول سوال کړي خدایه
نور مو دا وینی تویدل ختم کړي
دا بی کهناوو قتلیدل ختم کړي
بیا مو په وطن امن امان راولي
د خوشحالي هغه دوران راولي
بیا مینه مینه ورور ولي جوړه کړي
د هر پښتون په کور ښادي جوړه کړي
ایوب دل یار درته زاري کومه
دا تمنا په عاجزی کومه