دآزادي اواستقلال خبرې
څنګه خوږې دي پښتونوال خبرې
نه ټيټه وي سرچاته دي مغروره
لوړه شمله کړي په میدان خبرې،
چې خپلواکي نه وي ژوندن به څه کی
شین خال پاس په جبین به څه کی
دپادشاهي په تخت ته
دهغه تاج مدیون به څه کی
تل اوسه شاهین د سردرو
وچت پروازکړه په لوړوغرو
نه مړزچې ګدېږي په لاسو،
چې نه غلام آزادي لري
مینه اوسیالي لري
نه مزدورخپلواکي لري
نه په ګلوکې مستي لري
دنوکروچاکربه څه وي آزادي
که ظاهرپادشاه کینولی په ټغرپردي،
منم چې له دښمنه نه لروخلاصون
قرارمونه ونن هم پرون
کله آمو چاپې اچوي
کله اباسین شي سیلابي
کله کنړسین کوي مستي
کله سیند آ غاړه موخوري
داتفاق موږ کې نشته نښانې
دنفاق لرولوړې نشانې،
نه راځي اندېښنه موږته ترسو
لاس مووږدنیولې ده بل ته دپیسو
بیاکَوؤدآزادۍ خبرې
په تشه ملا
داستقلال اوخپلواکۍ خبرې،
خپلواکي څه ده؟
آزادي څه ده؟
دواړوترمنځ دی څومره واټن
یو روح بل ئې دی بدن
بی له روح بدن څه کړې
که لعل یاقوتې وي هم په تن
تش کالبوت مړبدن.
دآزادي اواستقلال خبرې
مکړئ بیادملال خبرې
آزادۍ شوې یوه پلمه
ښونځونه موښېږي لمبه
هېڅوک غم دسبا نلري
خپل تیاروته بَلله رڼا نلري
جاهل دڅه پروانلري
ورانولوته دي ډېر
دآبادي څوک نشته په کعبه،
آزادي څه کړې!
چې واک دې نوي
په جب کې پیسه
په ملا کې ځواک دې نوي
نه عالم نه ډاکترنه انجنیر دې په کور
ټول عامي وجاهل کوي هرخوا شور
داکانونه معدنونه دخدای (ج) دا نعمتونه
تل به وی په گور
یا پردوپه لاس نسکور
اوسه ولاړاهریمن ته لاس په نام !
چې ېې مفلوس وډېرکمزور.
دجهان تجربه وګوره
لږتاریخ نه شه خبردارزړه توره
چابه ګټلی نه وای جهاني جنګ
که نه وای ښوونه اوروځنه ئې ترڅنګ
جوړبه چېرته ټانک ،اټوم اوراکټ وای!
په اول اودوهم جهاني جنګ.
ځکه تل کوي صبوردآزادي اواستقلال خبرې
ترڅنګې پرموږفرض دي
دښونې روځنې علم پوهې دامهال خبرې