مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان وائي

مصطفی ارین
د دارخولې ته چې ځمه غـرغرو،سره غږيږم
ځيګرديوافغان يم دچړوســـره غږيـږم
دغشودبڼو سره نظردې قتلول کا
پروادنظر نه لرم بڼوسره غږيږم
سينه مې دحالاتو نــنـدارتون دی که ئې ګورې
منبر دزمانې يم حادثو سره غږيږم
ما،مه نيسئ په لپو زه توپان يمه راوړی
دکابل دسيند څپه يم توپانو سره غږيږم
ستا هسک لکه پامير غوندې نظر امو،امو کړم
آسمان دې کړم دستوروپرګنو سره غږيږم
نرګس اوګلاب نه يم نه وږمه دپسرلو يم
چا اور،راپوری کړی دی لمبو سره غږيږم
راووتم په تږو،تږو ســترګوئې استــقبال ته
ساده غوندې يوخيال يم دسپرلو سره غږيږم
ستاخيال دی چې شبنم يم دګلاب په مخ توې شوی
دژوند سپيره سحرايم داغزو سره غږيږم
پال ګر،مې دقسمت کرښې په سپينو پاڼو ګوري
په لاس کې مې چې څه دي له هغوسره غږيږم
په سپين لمن چې تور داغونه وړمه ستالپاره
داځکه خوجانانه زولنو سره غږيږم
اغيار مې لپې ،لپې وړي بې نـنګ په بې خودۍ کې
پټـکې به زوړ را خلم دشــملو ســره غــږيږم
چاويلې ليونې دی ليوني ئې ليدلې نه دي
مزاج مې ليونې دی ليونوسره غږييږم
سامراج دزمانې راته تعجب ګوته په خوله دی
لا دې ناتوانۍ کې قدرتو سره غږيږم
راځه سينه کړه پراخه که په غيږ کې مې رانيسې
د (ارين )دسترګواوښکه ارمانوسره غږيږم
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery