دښاغلي نوزادي د شعر په ځواب کي
زړه دي خوشي درته وایي:
چي را پاڅه،
ورشه،
وخیژه وغره ته،
بیا ور ږغ کړه لر او بره ته.
دلته دومره نارې سوي،
چي تر شمیر دي تیرسوي،
نه کوڅې په لرزه سوي،
نه دا کلي را ویښ سوي،
دا د مرګ په خوب ویده دي،
دا ژوندي ندي دا مړه دي.
ته به ویښي پښتنې کړې،
ته به ووایې،
بیبیانو،
راشی،
و تړۍ ملاګاني،
که پخې یاست که پیغلاني.
پدی ږغ پټان ویښیږي،
له درانه خوبه پاڅیږي،
په خپل کټ کي به ښوریږي،
ښځینو ته به پوسیږي،
په غرور به ورته وایي:
ښځه ښه وي په کاله کي
د خپل پلار یا د میړه کي،
په بل ځای ښځه پیغور ده!
دا د کور ده یا د ګور ده!
ښځي نه کوي جګړي،
ښځي نه پیښوي شخړي،
بیا به سر پر بالښت کښیږدي،
د غیرت کیسې به پریږدي.
ته به یې ویښ نه کړې له خوبه،
ځې به نه تر لیونتوبه،
ستا نارې به ځواب نکړي،
داځکه:
یا به ته یې بدل سوی،
یا دا غرونه بیګانه دي.۱
سر دي مه وهه له غره نه،
سم سه تیر تر پښتانه،
ځان وا نه چوې له پاڼه
او چي تیر نه سې له ځانه.
داسي ډیر تیر ترسرو سول،
میلمانه د هدیرو سول،
د وطن د مور پوړنۍ،
یې په سرو وینو ساتلئ
دا هیواد یې په څو واره،
په نړۍ دئ پیژندلئ.
خو بیا وروسته د هر جنګ نه،
د مغل یا د اورنګ نه،
که چنګیز وو که روسان وه،
د عربو او فرنګ نه،
څو بی پتو رهبرانو،
دا مړسترګو لیډرانو،
څو بی پتو او بی ڼګو،
هر ځل بیلو خاینانو،
دا وطن بیرته پلورلئ
بل دښمن یې را بللئ.
بیا جنګونه شي جګړی شي،
بیا د مرګ سوي ناری سي،
بیا د میندو غلبلې سي،
جوړي نوي هدیری سي،
بیا \"جهاد\"! دئ بیا \"غزا\"! ده،
دلته جوړه کربلا ده،
بیا د غم د پاسه غم دئ،
سوځیدلئ مو هر چم دئ.
ډنمارک ۲۰/۵/۲۰۱۳