دخپریدو نیټه : 2013-06-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی ارین
دهغې شپې دخوب رنګين غوندې تعبير دې نکړم
سره د واورو ،او وريځو راغلمه پامـير دې نکړم
چرته دې هيرنه شم په خدای په زړه شکمن غوندې يم
هسې يو خوږ نظر دې کړو خو تصــوير دې نکړم
مطربه !ستانه لا دنيـــمې شــپې ســلګۍ هم ښــه ده
په زنګون زوړرباب دې کړم خوبم اوزيردې نکړم
يا دې سم را نکــړوســبق يامـې خطاکړېده
هغه چې ويلې دې وهغه شان شبګير دې نکړم
ما قصيدې تر نيموشــپو،پخ کړي عــشقه ولـې
دې طريقه کې دې موريد پاتې کړم پير دې نکړم
دې محله کې له خا پوړو تر ځوانۍ پورې لا
پکې بوډا،دې کړم ( ارينــه)خو امير دې نکړم