څوک دی په یو نوم څوک په بل نوم ورانوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
یو وایی اجیران دی چی زمونږ په ضد جنګیږی
بل وایی کا فران دی څوک چی دی ملک اوسیږی
د د واړو په جګړو کښی بی ګناه افغانان مری
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
څوک مو د کا نونو څوک د خاوری د شمنان دی
څوک مو د نیکونو د حق لاری د شمنا ن دی
په یو او بل نومو مو خپل منځ کښی جنګوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
اصلی خبره دا چی په قد رت با ندی جنګونه دی
هسی په خبرو یی غولولي اولسوونه دی
بی علمه واکداران دی خپل جیبونه ډ کوی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
ای خدایه را بیدار کړی دغه خوار او زار اولس
په پوهه یی لږ هوښیا ر کړی بی قرار نا دا ر اولس
(روغواله) پوهه لمر دی تاریکی د منځه وړی
زما ګرانه وطنه تا ارام ته نه پریږدی
جلال اباد