دخپریدو نیټه : 2013-07-02 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د نن شاعران
جمال ناصر اصولي
شاعران دي شونډې ستایي
ښه پیران وي پوندې ستایي
په عفت د بل نازیږي
د بل مور او خویندې ستایي
چې د نفس هوا یې راشي
جونې څه چې کونډې ستایي
ځان ته لس ګزه بورکې کا
خو د بل بربنډې ستایي
دوزخي ښکلې کا جوړې
بیایې حورو شانتې ستایي
په وطن یې اور بلیږي
کنډوالې او کندې ستایي
یتیمان اوښکو لاهو کړل
دوی د کفر ژرندې ستایي
دلکشا کې اور بلیږي
دوی غومبري زنې ستایي
په هر کور کې جنازې دي
دوی جنۍ پمنې ستایي
که د مړو جنازې کړي
دوی یې ښې کفنې ستايې
زموږ بوټو اور اخیستی
دوی د بل شنې ونې ستایي
خپلو زاڼو چوپان جوړ کړي
خو د بل کوترې ستایی
ایتونو ته اور ورکا
خو د بل خبرې ستایي
اصولي شاعر د اور شه
چې د بل شاعرې ستایي