مخ چې راواړی د لـمـر ګل يـمـه مخ چـاته واړوم
ستا د اوربـل او د سر ګل يـمـه مخ چـاته واړوم
نه د ديـدن باران وريـږي نه شبنم په ګلاب
د خـړو دښتـو د غر ګل يـمـه مخ چـاتـه واړوم
هسي اغـزی اغـزی به ښکارمه رقيبـه تـاتـه
زه هم په لـر هم په بـر ګل يمه مخ چـاته واړوم
د نـورو خلکو په نظر کې خو به ښکارم خلی
خو د اشنا په نظر ګل يـمـه مخ چـاته واړوم
چې دی زخمي کړ په بڼـو باندی او لاړی ترينه
د هغه سؤي پرهر ګل يـمـه مخ چـاته واړوم
ګلان شيندم سپينه کوتره يم د سولی جنـګه !
د مات زړګي ، مات وزر ګل يمـه مخ چـاته واړوم
احمـده ! زه هم ګرځيـد م کـډه په سر خپـل چم کې
په خپـل وطن در په در ګل يـمـه مخ چـاته واړوم