دخپریدو نیټه : 2013-07-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نورشاه نوراني
نوى رنځــــور شوم بيماري زړه ته را ولوېدله
پرې خـــبر نه وم ناڅـــاپي زړه ته را ولـوېدله
ستا دبنګړو وعــده مې هېره وه بښنــــه غواړم
اوس مې په ياد شوه قدرتي زړه تـه را ولـوېدله
چې ته روان شوې ماويل لار به درقيب ونيسي
دا اند ېښنه خــو سمدستي زړه ته را ولـــوېدله
اوس مې دهجربوراګان غمونه چـــرته پريږدي
چې ستا د زلفو خــــو شبويي زړه ته را ولوېدله
چې زه درځم ته به زمــا د راتلـــو لارې څارې
داخــو عجـبه خو شحـــالي زړه ته را ولــوېدله
نــوربه په څېرې ګريوانونو پــورې نه خــاندمه
((نوراني))! کــرکه خــدايي زړه ته راولـــوېدله