لـه ځـانه جـدا شؤی يم حـواس راسره نشتـه
رښتيـا راباندې وائي هيڅ احساس راسره نشتـه
لاسـونـه د نفــاق مو غځـؤلـي يـو تـر بـلـه
دوستۍ ته چې غځيـږي دا سي لاس راسره نشتـه
پخـوا به مې په زړه کې ډير اخلاص ؤ هر سړي ته
اوس هغه د پخـوا په شان اخلاص راسره نشتـه
له خپـل ځانه چاپيـر يمه دنيـا مې شاته پـريښي
ورانيـږي که جوړيـږي څه وسواس راسره نشتـه
په دغه لار احمده زه ډاډه ځکه روان يم
د خـدای له ويري پرته بـل حراس راسره نشتـه