ښه پوهيږم
تـه ترنم ، او زه د ويـر په ژبه ښه پوهيـږم
زه مصور يم د تصوير په ژبه ښه پوهيـږم
ته په تړلو ښه پوهيـږي نور کـراره کښينه
زه ليونی يم د ځنځيـر په ژبه ښه پوهيـږم
ته يې رښتيا ګڼي خو زه پری هيڅ باور نه لـرم
زه د خوبونو د تعبيـر په ژبه ښه پوهيـږم
کـوډی ، ټوټکي او تاؤيز ؤساته د خپل ځان سره
زه يې مـريـد يم د خپل پيـر په ژبه ښه پوهيـږم
د توري ، ډال او د جنګونو کيسي مه کړه راته
په کې رالـوی شوم زه د تيـر په ژبه ښه پوهيـږم
کـلـه په ما او کـلـه پړه واچی زما په ضمير
احمـده ! زه د خپـل ضميـر په ژبه ښه پوهيـږم