دخپریدو نیټه : 2013-07-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتونه
محمدالله ساپي
خوارو زار او درپه دره اې زما پښتونه وروره
د خــــوښۍ نـــــه ناخــــبره اې زما پښتونه وروره
د چــــــا سترګې درپسې شوې حال دې شو بد نه بدتر
په دردونو كې دې شپې شوې حال دې شو بد نه بدتر
دا ته چا كړئ د نظره اې زما پښتونه وروره
د خــــــوښۍ نه ناخبره اې زما پښتونه وروره
خپل وطن درباندې اور دى وژل كيږې رنګ په رنګ
پــــــه تا جبــــــر ظلم زور دى وژل كيږې رنګ په رنګ
د كا بل او پيښوره اې زما پښتونه وروره
د خوښۍ نه ناخبره اې زما پښتونه وروره
پــــــــه غلــــــطه لار روان كړلى هر چا تر خپلې وسې
تر خــــپل ګټو يې قربان كړلى هر چا تر خپلې وسې
يې روان بى را ګودره اې زما پښتونه وروره
د خــــــــوښۍ نه ناخبره اۍ زما پښتونه وروره
خداى لپاره لږ اصلاح شې تير تاريخ مو راژوندۍ كــــړې
قام ولۍ تــــــه يو صلاح شې تير تاريخ مو راژوندۍ كړې
شې يو موټى لر او بره اې زما پښتونه وروره
د خوښې نــــــــه ناخبره اې زما پښتونه وروره
كـــــــــور د امن محبت شې اې لوې قامه د پښتون
په سكون او په راحت شې اي لوې قامه د پښتون
خداى موكړه تر هر چا بره اې زما وروره پښتونه
د خوښـــــۍ نــــــه ناخبــــره اې زما پښتونه وروره
په هنر علم سمبال شې هميشه مې دا دعا
د سيالانو سره سيال شې هميشه مې دا دعا
د ساپي د زړګي سره اې زما پښتونه وروره
د خوښۍ نـــــــــه ناخبره اې زما پښتونه وروره