دخپریدو نیټه : 2013-07-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
شفيق الله رنځور
غزل
ښه په سرو وينو خمار دي په دې ښارکې
باور وکړئ ټول خون کاردي په دې ښارکې
ماچې چاته هم يوه غيږه ورنه کړه
بدرنګۍ ټولې کتار دي په دې ښارکې
زه په کمو که په ډيرو کې به راشم
يو څوښه خلک په شمار دي په دې ښارکې
خپل وطن راته دوزخ که ګرځيدلی
پوی شه واړه ګناه کار دي په دې ښارکې
چې د مور سرمايه نه لري په کورکې
د رنځور په څېر ډېر خوار دي په دې ښارکې
/ پکتيا