وږي نهـــــــاره دي يوه ګـــوله مــړۍ نلـري
دورځې ګرځي يبلې پښې دشپې شړۍ نلري
ټول دي په يوبل کي مدغم لکه کړۍ د زنځير
خو بس وروستۍ دپيوستون ورکه کړۍ نلري
پر خپلواکۍ باندي مين او بهادر ولس دي
دامي باور ده چي جوړه پـه دې نړۍ نلري
دژوند څپو په سراخيستي دي څو داسي کسان
څوک ماڼو نلري، څوک ګرسره بيړۍ نلـري
هغه مشران حليميار خود تلي په سپکو کاڼـو!
چي پرسر تاج دپښتنو (کږه پګړۍ ) نلـــري