مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کاش چي نه وای لویه سوې

خاطره اسحاقزۍ


 


کاش چی نه وای لویه سوې
کاش چی نه وای پویه سوې

چي پر ټولو ولای ګرانه
نازولې وای بې شانه

هم مستي هم خوشحالي وای
هم ملګري ګلالي وای

د مستۍ وږمې رپانده
د خوښیو سیند بهانده

هیڅ غم نه وای پردې مځکه
یو قلم ، یوه نانځکه

یو عجیبه شان دنیا وای
هم مي مور هم مي بابا وای

نه وای درد، نه وای غمونه
نه دا اوښکي فریادونه

هئ افسوس تېرسول کلونه
څنګه واوښتل عمرونه

اوس مي هره ساه یادیږي
وخت بیا کله راستنیږي!

نصیب راوړم کومي خواته
دا د کوم جرم سزا ته؟

چي پرژوند مي خزان راغی
هرقدم مي پښېمان راغی

نه مي مور، نه مي بابا سته
نه هیڅ تمه پردنیا سته

نه خوښۍ سته او نه مینه
نه یادېږم نازنینه

بس یوازي په تورتم کي
شپه او ورځ یم په ماتم کي

غم دغم پرسر وریږي
تازه کیږي، لا زیاتیږي

...
رحم ته وکړې باداره
زماپه هرڅه خبرداره

یامي بیرته خوشحالي را
هغه تللې پاچاهي را

چي زه بیرته سم ماشومه
د هرڅه څخه معصومه

چي مي بیامور او پلارجان وي
ژوندون ښکلی وي، ودان وي

زه راواخلمه نانځکه
له غمونو وکړم کرکه

چي زه بیرته په خنداسم
د مورکۍ په غیږکي واسم

مورمي وبولي بلبله
خاطره نه؛ خاطوګُله.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery