دخپریدو نیټه : 2013-07-18 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
اصلاح او تنقید
محمدالله ساپی
يــــــــــوه كيسه مي دكيسو پــه كوم كتاب كې
ولــــــــوستله وه يـــــــارانو پــــــــــه دې باب كې
چـــــــې يــــــــــــو ښار كې مشهوره انځورګر وو
پــــــخپل فــــــــن او پــــــــه هنر كې ډير ماهر وو
ډير محنت باندې ښايسته جوړ يې تصوير كړ
هــــــــــم ښه ډير وخت يې په دغه تصوير تير كړ
پــــــــه رښــتيا چې دا تصوير نه وو شاهكار وو
انځــــــورګــــــر ورباندې ډير زيات كړې كار وو
يــــــــوه ورځ يې دا تصــــــــوير راواخــــــــــــستلو
دښـــــــار لــــــــوې واټ كــــــــــــې يې دا وځړولو
هــــــــم د لانــــــدې يې تـــــــــرې ولـــــــيكو دا خط
چــــــــې دى دي تصـــــــوير كې كوم يو ځاى غلط
هغــــــــه ځــــــــاى ددې تــــــصويــــــــر كړې نښاني
وكـــــــــــړې مــــــــــــا ســــــــــــره هــــــــم دا مهرباني
انــــــــځور ګــــــــر خـــــــــو ډير ډاډه وو پخپل ځان
چــــــــــــــــې خــو نشته په تصوير كې په هيڅ شان
چــــــــې سبا مـــــــــاښام تــــــــــه كــــــــور نه ووتلو
او چــې په واټ كې يې تصـــــــوير خپل وليدلو
پــــــــه زرګـــــــــــونـــــــــــو وو تصوير كې نښانونه
پكې اصــــــــــــــل تصـــــــــوير نــــــــــه معلوميدنه
دې تصــــــــــــوير په ليدو ډير زيات پريشان شو
ډيـــــــر خــــــــــفه بيرتـــــه خپل كور ته راروان شو
ډيـــــــــر خفه وو چــــــې خپل كور ته شو راستون
ســـــــر يې كـــــــيښودد خــــــــــــفګان نه په زنګون
چـــــــې يې ولـــــــيدلو پلار ورتـــــــه دا حــــــــــــال
وې يــــــې زويـــــــــه شــــــــــــــوي څه چې يې ملال
چـــــــې زوې يــــــــــې د پلار واوريده خبـــــــــــــــره
بيــــــــا كيـــــــسه يې ورتــــــــــــــــه تيره كړه دسره
ډيـــــــر هـــــــوښـــــيار او لايقه يې خپل پلار وو
ددنــــــــــيا ټـــــــــولـــــــــــــــو رمــــزونو خبردار وو
وې يې زويـــــــــه زمـــــــــــــاولــــــــــې خـــفه كيږې
ددنيا پـــــه باريكۍ تــــــــه نــــــــه پــــــــــــــوهيږې
يــــــــو تصــوير درســــــــره زر جــــــــــوړ كړه ته بل
هـــــــــم كـــــــــــــړه ډيره غلطي پكې شـــــــــــــــامل
بيا هــــــــم دا تصويـــــــــــــر په واټ وځړوه ته
او هــــــــــــــــم دا جــــــــــــمله ترې لاندې وليكه ته
دې تصويــــــــــــر كې غلطي تاســـــــو پيدا كړې
خو بيا بيـــــــــــــرته غلطي راتــــــــــه اصلاح كړې
بيـــــــــــا به وګورو چې څــــــــه وړاندې پيښيږي
دتصـــوير اصلاح ته څــــــــوك راوړاندي كيږي
يــــــــــــو ګـــډ وډ تصــــــــوير رسام جوړ كړلو بل
پـــــــــه ويـــــنا يې د پلار وكړلــــــــــــــو عمـــــــــل
هـم يې دا تصـــــوير كړو ځوړند په واټ باندې
د اصـــــــــــــــلاح جـــمله يې پرې وليكله لاندې
دا تصـــــــــــوير زوړنـــد په واټ كې وو تر ډيره
ډيــره شـــــــــــــــــوله دا دنيا ورباندې تـــــــــــيره
خو اصلاح تــــــه يې هيڅوك راوړاندې نه شو
پخپل حــــــــــــــال باندې تصوير پاتې دده شو
بيا يې خپــــــــــــــل پلار ورتـــــه ووې اې زويــه
پـــــه دې راز باندې ته شـــــــــــولې يو څه پـــويه
انتــــــــــــــــقاد درباندې هر څوك شي كــولى
هم ښـــــــــــــــــه كار كې غلطي دي شي نيولى
دلتــــــــــــــــــه هر څوك په نيوكو ښه پوهيږي
خـــــو اصلاح ته دې څوك نه راوړاندي كيږي
انـــــــتقاد كــــــــول ساپيه اســـــــــان كـــــار دى
خــــــــو اصلاح تــــــه د چا څوك كلـــه تيار دى