نن مې دولسې جرګې ديوه پردييال غړي له خولې دافغان ملت دترټولوسترقوم يعنې ټولوپښتنوته دښکنځلواوتوهين داسې کلمات اوالفاظ واوريدل چې پخپله خوله ېې دتکرار اوياهم پخپل باعفته قلم دهغې ليکل راته دخپلې خولې اوقلم سپکاوئ بريښې،داسې ناوړه الفاظ اوکلمات يوازې اويوازې ددې وکيل صيب اودهغه دبادارانودچټلوخولوسره مناسب ادبيات،دهغوی دتربېې ،شخصيت اوسوېې ښه څرګندوونکي دي٠پدې اړوند مې يووړوکئ غزل په خوله رابرابرشو،که دالفاظوله مخې ېې تريخوالئ زيات وو،مابه وبخښئ٠
شيطان دشيخ لباس په تن دی،مريدان لټوي
دځان په څېرپه ايمان خوارڅوپيروان لټوي
په دينپرست،وطنپرست انسان هيڅ کارنلري
وطندښمنه،پولپرست،رذيل انسان لټوي
چې دافغان غيورملت بياپه خېلو وويشي
بيادملت ،قسم خوړلي دښمنان لټوي
له هرباتوراوغيرتي افغان په څنګ تيريږي
له افغانيت نه منکرهرذليل افغان لټوي
چې دقومونوترمنځ بيابې باوري راولي
فرمانبردارحلقه بګوش،څوغلامان لټوي
چې دوطن ملي وياړونه له پرديوجارکړي
څولعنتي،پرديپالونکي نوکران لټوي
بيايې دخاورې دخرڅلاوارزوپه سرکې ګرځي
بياپه پردو،خاورې پلورونکي دلالان لټوي
نن دافغان وينوته بياخونخوران تږي ناست دي
افغان وژنې ته اوس بياکوم قصابان لټوي
شيطان که هرڅو،په مرداره خوله جنت يادوي
دځان ملګري،څوتورمخي دوزخيان لټوي
نن دشيطان په شيطانت،افغانان ټول پوه شوي
لعين شيطان ته افغانان هم ګورستان لټوي
نن به قيامه!په اتفاق دشيطان مخ ورتورکړي
اوس افغانان،مخ تورولوته شيطان لټوي