تـــــيره هــــــــيره زمــــــــانـــــــــــه كې زما ګله
غوږ پـــــــرې كـــــــيده يـــوه كيسه كومه بله
هــغـــــــه وخت كې چې نه ريل او نه موټر وو
پــــــــه اســونو يــــــا اوښانــــــو ټول سفر وو
قــا فلې به د يــــــــو ځاي نــــــه بل تــــه تللې
مــــــال ميــوي به يې يو ځاى نه بل ته وړلې
هــــم بـــــــه غــله وو هغه وخت كې ډلې ډلې
لـــــويــــــــه لار كې قــــــــافلې بــه يې لوټلې
د غــــــــلو ډلــــــو كې يوه وه ډيره خونكار ه
چې بـه يــې څـه وخت قافله چور كړه په لاره
چـــــې بـــــــه وراغى هر څوك ددوې په لاس
هــــــــــم د ســر اوهــم د مـــال نه به شو خلاص
پــه يــوه ورځو كې يوه ورځ ښه لوى كاروان
چـــې د يــــــو ښار نـــــــه وو بل ښـــــار ته روان
چـــــې نا څاپه ددې غلو په لاس كې كيووت
اســـــماني قـــــــهر په دوې باندې راپريووت
لـــــــوټ تــــــالان يې ورتـــه جوړ كړ په سامان
ډيـــــــــر حـــــــــلال يې كـــــړ ه همالته په ميدان
لنـــــــــــډه دا چې مــــازيګر وخت رانژدې شو
پاتې يــــــــــــو زلمى ژوندې د قــــــــــافلې شو
د غــــــــلو مشــــــــر تــه يې راوست دغه ځوان
چــــــې پخپل لاس يې حـــــــلال كړي په ميدان
راچپـــــــــه يې كـــــــړ دا ځوان په ځمكه باندې
فــــــــولادي تــــــــوره يې كيـــــښوده وربــاندې
شــــــــروع يې وكـــــــړله د ځـــــــوان په حلالولو
مــــــــرګ تــــــــــه ځــــــان دغه ځلمې نه وركولو
لاس او پــــــــــښې بــــــــه غورځولى دغه ځوان
مرګ ډيــــــر سخت دى چې د چا راشې په ځان
دغــــــلو مـــــــشر چې حــــــــــلال كړو دغه ځوان
ســــــــور پـــــــه ويـــــــنو يې ددې ځلمې شو ځان
ټول كـــــــالي يې ددې ځوان په وينو سره شول
پـــــــه دې وخت د مـــــــــازيګر بانګونه وه شول
اوبـــه نه وې چې لمانځي ورباندى ځان كړي
دا پرې فرض لمونځ ادا د پاك سبحان كړي
پـــــــه ډيــــــــر قهر يې دې ځــــوان ته وكتل
بيــــــــا مـــلګرو تــــــــه يــــــــې داسې وويل
دې بــــــد بـــخته كــــــړلو لمونځ په ما قضا
اوبــــــــــــه نـــشته چې خپل لمونځ كړمه ادا
دا ظــــــــالم ګــــوره چې پروت دې په ميدان
دده ويـــــــــــنو كـــــــــــــړ بې نـــمازه راته ځان
اوس دې دښــــــــته كې اوبـــــه نه پيدا كيږي
خدايه څه وكړم فرض لمونځ مې قضا كيږي
اې بـــــــد بــــــــخته چـــــــــې مـــې ته حلالولې
نـــــــو بيا ولـــــــې دا لغـــــــــتې تــــــــــــــا وهلې
اوس بــــــــــه څـــــــه ځــــواب الله ته وركوې ته
خپله غـــــــاړه بـــــــه اوس څنګه خلاصوې ته
دا انصــــــــاف او قضاوت ددې خونكار وو
د انـــــسان ژوند دې ظالم ته دومره خوار وو
اوس چـــــې ځير شو هم دې خپل كلو درو ته
ښـــــــه پا م وكــــړو هــــــم دې خپلو پښتنو ته
پــــــــه هـــــر ځاى كې شته دې داسې ظالمان
د انــسان مــــــــرګ ورتــه دې دومـــــره اسان
اوږدې ږيـــــــــــرې يې پـــــه نوم باندې لګيږي
فــــــــــرض لا څـــه كوې تهجـــــدو ته پاڅيږي
كــوم مظلو م كه چيرته لاس كې ورته ورشي
دا ظــــــــالم بــــــه د چنګيز نـــــــه هم بدتر شي
نن زمـــونږ په ټول هيواد كې داسې حال دى
خو زما درته خاونده دغه سوال دې
د انسان دلته پيدا قدړوقيمت كړې
واړه زړونه په نور ډك د محبت كړې
دا كينې او بد بينې زمونږ نه لر كړي
نور دا توره تياره په موږ سهر كړې
زه ساپې خو نور څه نه غواړم له تانه