نه مو په کلي کې خوندونه شته اوس
نه د زلمیانو اتڼونه شته اوس
دڅنار پاڼی ھیڅ نڅا نه کوي
نه ماذدیګر تنکي بادونه شته اوس
پیغلو نکریزو اصلي رنګ ھیرکړی
نه په اختر کې میرګندونه شته اوس
نه په وادونو کې سورني غږیږي
نه په حجرو کې مجلسونه شته اوس
زما د چیغو ھیڅ ځواب نه رازي
نه جګوغرو کې اوازونه شته اوس
جلۍ راوړي دي سری شونډې بیرته
نه په ګورګورو کې رنګونه شته اوس
حالاتو ټول خلک بدل بدل کړل
نه مې دیار ھغه نازونه شته اوس
دکلي نجونی ھیڅ سینګار نه کوي
نه یی وربل کې سره ګلونه شته اوس
رباب مې ھرمدام ژړیږی راته
نه ېی مستۍ ھغه سازونه شته اوس
نقیب یی ھیر دی اوسې نه پیژني
نه یی دیار سره یادونه شته اوس