دخپریدو نیټه : 2013-07-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی ارین
څومره خوږنظردې وکړو خپل دې کړمه جار دې شم
ودې مرم ژوندی دې شم اوبيا دسترګوښـکار دې شم
څنګه زما دزړه په جزيره دې ګوزر بيا وشوه
خکل دې کړم قدم،قدم اوځمکه دې شم لاردې شـم
خيردې يوسي خيال د دې عمرونو مــشغولا سره
پريږده پکې زوړشم سم بوډاشم عشقه پلاردې شم
خلک ويروي مې چې دې نوم په خوله وانه خلـــمه
ستا په نوم خو څوځله منصور غوندې په داردې شم
چابه دا ګڼـل چـې ګڼې ستا دعـــــشق په ســر صــنم
ستا کوڅې ته راشم او په همدې کوڅه سنګسار دې شم
زه خــو د داود او سليمان باچاهي نه غـــــواړم
دومره ګۍ دوعا غواړم که دسپينې غاړې هار دې شم
زه مې مقبره ( ارينه ) ســـتا کلي کــې غواړمه
دامحل مې خوښ دی که دټولو مينت باردې شم