چی می ژوند نسبتی تیر شو په کراره
د بد سترګو دی رب(ج) سا ته ننګرهاره
چی د کال څلورفصلونو کښی تازه یی
د سرو زرو نه بهتر ده دا ستا خا وره
رنګ په رنګ ژبی قومونه تا کښی اوسي
- چی تر اوسه دی روانه په یو لاره
د نیکا نو او ولیا نو برکت د ی
ورورولی د ه د تاجک پښتون هزاره
د شمنا ن د سولی شا وخوا ګواښیږي
چی دی نه کړی کوم فتنه کښی راحصا ره
ای (روغواله) ننګرهاریان ټول سوله دوست دی
سوله د وست خلک جګړو نه وی بی زاره