تيره هيره زمانــــــه كې يــــــو پـــــــاچا وو
ډير ســـــخي او مهربانـــــــــه په هر چا وو
چــې بــه كلـــه يـــې ښه كار وكړو نـــــــوكر
ده بــــه وركــــړو ښــه انعـــــام ورته ډير زر
ډير ويشـــلې دې پــاچــــــا وو انعامونــــه
پـخپل لاس وو ده وركــړې بخششونــه
رحـم دله ډيــــر زړه ســـــوانده مهربان وو
ځكه زړونو كــې دا هر چاته ډير ګران وو
په يــو وخــت كې د پا چا يـــو خدمتګار
ده تـــر ټــــــــولو د هر چـــــا وكړو ښه كــار
په ښـــــه كار يې ډير خوشاله دا پاچا شو
بخت بــــه يې ويښ شو چى خوشاله به د چا شو
دا پاچا وربانـــــدې ډيـــــــر شــــو مهربان
د تـحفو يې پـــــــه د ه وكــــــړلــو بــــــاران
پا چــا ويلـــى چـــې بــــه تــــه ســر د ســـبا
روانيـږې لار وهـــې آن تــــــــر بيــــــګــــــا
آن دلمر د پــريــــــوتـــــــلو نه لــږ وړاندې
چې دې څومره ځمكه كړه د پښو لاندې
هغـه ټــــوله شـولــه ستا ته يې خاوند شوې
تــــه مالك يې د ټول عمر د ټول ژوند شوې
ســـــــر سبـا نه دې نــــوكر ټول تــــــرتيبــــات
وو نيــولي دې مــــــزل لـــــره ډيــــــرزيـــــات
چـې سبــــا ته څنــــــــګه لمــــــر راوخــــــتلو
ده شـروع وكــــــــړه په منـډو په ځغاسـتلو
ډيــر پـه منــــــډو منـــــــــــډو ده وهلـــه لار
وې كـه تــــيز لاړ شــــم ډير شـم به دنيا دار
ډير چـې ستړى شوبياكيناست به دمې ته
ډيـر خــــوشــــــــاله وو دې خپلې ايندې ته
لا دمـــه بـــه يــــــې پــــــوره نـه وه ختــــــــلې
چـي بـــــه پــــــورتـــــه يـــــې اسمـان وكتلې
زر روان بـه شو بغـــــــير دا لــــه دمـــــــې نه
وې يـې ښـــــه وخت په ما نه راځي ددې نه
كه دا ورځ زه پــه دمـه كړم دلتـــــــه تـــــيره
نــو بيا څنـګه به دا ځمــــكه مي شي ډيره
كـه خــــــداى كړې نور پوره مې شو ارمان
پـروا نـه لــــــري كه ســـــــــتړى شـم په ځان
د سبا ورځ د خـــــوشـــــــاله ژونـــــــــد لپاره
ډيــــر پــــــــه مـــــــنډو بايد ووهـــــــــمه لاره
څــه يـــــــــې ځــــــــــان سره كرل او څه ريبل
شنــــــه باغـــــــــــونه يې خيالونو كې ليدل
ايــندې تـــــــــه امــيدواره حد نه زيات وو
د خـوښــې سيلاب يې زړه باندې رامات وو
چــې د شــــنو ځمكو باغونو نه به تير شو
پـه لـــــيدو به يــې خوشاله حد نه ډير شو
ددې ځمــــــكو دې باغونو نور مالك يم
هم به ډيـــر لوى زميندار خان او ملك يم
وې يــې خـــــدايه دا باغونه نور زما شول
ټول خوبونه د راتلونكى مې رښتيا شول
څـــومـــره ډير ى به مې وينځې نوكران وي
ډيــــــر په مخكې به زما خدمتګاران وي
څــومــــــره ښه به دې خانې سره ښكاريږم
نــور د خــــــيره د غــــــــربتـــه نه خلاصيږم
ډيـر د پښـــــو لاندى يې كړلو سمه او غر
په دې شــان وربــــــــــاندې شولو مازيګر
نخښــــــه كــــــړى ده كوم ځاى چې وو سهار
هغـــه ځـــــــــاى تـــــــــه وه لا پـــــــاتې لږه لار
ډيــــر وو ستـــــړى زړه يې ډير ډير درزيده
خـــــو خــــوښۍ نـــــــه دا په ځان نه پوهيده
داسې وخت ووچې نور لمر په ډوبيدو وو
خپـــــل هــــــــدف ته دا نوكر په رسيدو وو
چـــې نا څــــــاپه شــــــو پــه زمكه راګوزار
يــــــو دم پريـــــــــوتــــــو بې دم په لويه لار
چـــې دلمر سترګه څه وخت كې پريوتله
ده نـه ساه هــــــم په دې وخت كې وختله
شـول يــې خاورو سره خاورې ارمانونه
يـوړل ګــــــورته يې خپل واړه اميدونه
دې دنـيا كې زمــوږ دا اخير انجام دى
قبر سخت دى خو دمړه ورته ناكام دى
پـه حــرص او په لالچ كې عمر تير شي
په دې تمه چې مومال او دولت ډير شي
زموږ څومره ارمانونه خواهشات دي
ورته ګورې څومره يو دبل نه زيات دي
كـــــــه پـه ظـــــــــــلم كه روا كه ناروا وي
كه رشـوت كه په فساد او كه په غلا وي
ورتـــــــــه نــــــــه ګورو حرام دي كه حلال
فــقط دې كې يو چې ډير شي زموږ مال
بـــــى د خاورو نور په هيڅ شي نه مړيږو
خــــــــو اخر كې خالي لاس ترې روانيږو
چــــــــــې يې وكړو قناعت هغه پاچا دى
هغه خوار دى چې ډير غم كې ددنيا دى
وږى خــــــــټه خــــــــو ساپيــــــه زرمړيږي
مــــــــړول د وږو ســــــــترګو كـــــله كيږي