خـلک روان په مخـه ما اخستـي شـاتـه منـډه
ورک يم له ځانه ځکه اخلم هره خوا تـه منـډه
ليـونی نه ؤ، ؤ مجبوره له وفا او مينـي
ځکه د سمي نه يې واخسته صحرا ته منـډه
د وخت تورتم مې لوبؤي لکه ماشوم په شپه کې
چې ليري ؤګورم يو څرک ، اخلم رڼـا ته منـډه
کـله د مځکي په محـور بانـدې لټـون تمام کړم
کـله ناهيلـې شمه پاس ؤکړم هـوا تـه منـډه
يار مې په سرو سترګـو ژړئ رقيب مې تل خنـدؤي
حيران ولاړ يمه زه اوس ؤکړمه چـاتـه منـډه
ورکـړه په ټنـډه وه احمده هسي ستړی شومه
کـله رقيب ته ورنږدي کـله اشنا ته منـډه