دخپریدو نیټه : 2013-07-28 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
محب الله آرمل
تصويرونه دې هېنداروکې پنهان دي
مينـې تا باندې پنهان زړونه ودان دي
پدې تــــــــکه توره شپه کې لاره وينو
ډېوه مړه. د سترګوکسي مو روښان دي
نه پو هېږم اوس يې چېرته کډه کـــــړې
عاشقان ورپســــې ګرځي سر ګر دان دي
پټ مخ ګرځه ښاپېرۍ چې ود نه خوري
پدې ښار کې ټول له مخې ښاماران دي
زندګي مــو د وحشت غېږ ته ستنــــــيږي
په زړګي کې مو د مينې کوګي وران دي
هسې نه چې ښکلا ورکه شي آرمـــــــــله
د جــــــنون لښکرې تم پدې مکان دي
۱۳۹۲-۵-۱ د وردګو ملي راډيو تلويزيون