د ليکوال او شاعر ارواښاد راز محمد راز په ياد
سپرلي کې د ګل بوټي نه ګل پريوت
پـه پټـه زما بڼ تـه خـزان راغـی
بلبلو په نغمو کې ساندي ويلی
په شنه اسمان له کومه توپان راغـی
اجل چې په لاسونو فرمان راوړ
غزل په چيغو چيغو حيران راغـی
سپوږمۍ له ډيره غمه حجاب واغوست
له سترګو ئي د اوښکو باران راغـی
که راز د ژوندانه له خلکو پوښتی
په خپله دی اوس خوا له زمان راغـی
انځور دی له خيالونو اوس ؤباسو
حجرو کې ستا د ناستي ارمان راغـی
دردونه دی د زړونو ميلمانه شول
دا ستا په پرديسي کې هجران راغـی