مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ستادملالو لښکروته سلام

زرلښت حفیظ


دروژې په مبارکه مياشت کې دننګرهار کندهار اونور افغانانو په شهادت
نظم

افغانه ستا په کوم ټبر وژړام
په ننګرهار که پيښور وژړام
يادکندهار په غم ځپلي اولس
ياد بي وسو په اختر وژړام
دغم ټغر زما داولس په وينو
سحرماښام که مازديګر وژاړم
ای دافغان په وينومست قاتله
ستادعمل په کوم محشر وژړاړم

دغه غريب او بيګناه مظلومان
ياپه بی پلاره يولښکر يتيمان
دکونډو اه خدايه ترتارسيږي!!
اياته ګوری دا عمل دشيطان
چې داسلام په نامه څه کوي دوي
ستاپه حضورکې دانا اهله کسان

دادپنجاب او دانګريزغلامان
دا دکلدار او د ډالر مزدوران
کله دشرق کله دغرب پسی ځي
دا دقدرت دسياستو نوکران
دموراوپلارنه هم حق شوي کسان
دا د افغان اولس رسمي قاتلان

ورنه مذهب هير ده ايمان هيردی
ورنه دمينې پاک قران هير دی
چې يو کفن سره به ګورته درومي
ها تور لحد دګور ستان هير دی
ځکه په وينو کې لاسونه لړي
اوروژه تيان دی په نهاره وژني

خدايه دقهر ابابيل پری راوړه
چې په وړوکاڼو سنګسار يي کړي
دوي دغريب دوږګو شپو ناخبر
دمسلم مرګ ته ګنهګار يي کړي
قصاص روا دی په مسلم چې وژني
پخپله خوښه چې په دار يې کړي

خدايه بی وسه يمه توان نلرم
چې خپل ملت په وينو سور وينمه
دډيرغيرت نه مې وجود ټول سوزي
کله چې افغان پردی مزور وينمه

زما دملت دوياړ شملو ته سلام
داحمدشاه زمري بچو ته سلام
دميرويس خان په دا وياړلي تبر
ټول سربازان دسنګروته سلام
ای د(زرلښت) دغيرتونو ځاله
ستا دملالو لښکرو ته سلام
2013/8/3
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery