دخپریدو نیټه : 2013-08-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اخــــــــــتره
طارق ستانکزی
سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ ٠
درنو ،دوستانو ، ورنو او خويندو
تاسوته او ستاسو درنې کورنيو، خواخوږو او عزيزانوته د راتلونکي اختر مبارکۍ وايم ٠
هيله مند يم چې د اختر شپې او ورځې د خپلو دوستانو او عزيزانو سره په خوښې سره تيرې کړئ.
د لوی خدای له درباره په وطن کې د يوې سراسري سولې هيله مند يم ، څو زموږ په هيواد کې نور ددې بدبختيو کمبله ټوله او يو ارامه او مطمئن ژوند زموږ د خلکو نصیب وګرځي ٠
امين ياربالعالمين
طارق ستانکزی
اخــــــــــتره
اخـــــــــــتره تاته کوم د خوشحالی اختر ووایم
څـــــــــــــــــــنګه پدی ژوند تاته بخـــــتور ووایم
اوښـــــــــــــــــکی د سترګو لا د چا وچی ندي
څــــــــــــنګه ژریدلی پلار ته مبارک اختر ووایم
د ځـــوان شهیدانو تختی لا تر اوسه وچه ندي
څـــــــنګه کړیدلی مور ته اختر دی بختور ووایم
ماشومان می کالی نلری که لری ګریوان نلری
نو اخــــــــتره تاته کوم د خوشحالی اختر ووایم
راټول به شی په بم به ټوټی شی دا مظلومان
څـــــــنګه به دی زخمیانوشهیدانو دا خبر ووایم
اختره!
لاړه شه بل ځای ته دلته خوشحالی نـــــشته
پرتــــه له دردونــو غـــمونو سوکــالـی نـــــشته
دلـــــــــته مـــرګ ده وژل دی ارامــــی نــــــشته
د اوښـــــکو او وینو سیلابونه دی کراری نـــشته
هـــغه د ماشومتوب خـــیال او حوسونه نـــشته
د پـــــــــــیغلو سره لاسونه او پیزوانونه نــــشته
او
نـــــــــــور ورته نــــوی بوټان جامی کـــوی
لاس ورته نکــــــــریزی خــوشحالی کـــوی
زما بوټان د وینی ډک کالی می کفن شی
نور په کور، خپل می په قبر افسوس ناري کوی
اخـــــــــــــتره خفه نشی ډیرامیدونه لـــرم
افـــــــــغان یـــــم پّه زړه ډیر ارمــانونه لـــرم
وطـــــن می وران خلک یی ټوټی ټوټی دي
د هــــــمدو له لاسه په زړه ډیر زخمونه لرم
اخــتره که راځی له خوشحالو سره راشــه
د صـــــلح او مـــینی له وګمو سره راشــه
زړونه مو زخمی دی له ملحمو سره راشــه
ډیر می په فردیسی کی دی له مسافرو سره راشه
کونډی یتیمان ژاړی له خنداو سره راشــه
ورک د ټــوپک شی له قلــــمو سره راشه
د طارق او مظلومو له ارمانو سره راشه