نن می فکر ورونو داسي بی مجال دی
یو ساعت راته په مثل د یو کال دی
د یا قوت او زمرود غمي تری جار شه
ورنه ښکلي د لیلا د زني خال دی
اننګي یی سره انار د قندهار دی
خدای(ج) ورکړی ښاپیرۍ پشان جمال دی
د یوسف(ع) ښایست میراث کښی ورته پاتي
نوراني صورت ورکړی ذ والجلال دی
په یخ ژمي کښی خوله می پر مخ را شی
را خپور شوی می په زړه د میني جا ل دی
ما ویلی زړه می تا با ندی بیللي
دی ویلي زما او ستا منځ کښی د یوال دی
عنبري خوشبوی یی تلله د زلفانو
پري تړلی بند په بند زړه د (روغوال) دی