دروژی د مبارکی مياشتی په تيريدو سره دافغانستان خلک او د نړی مسلمانان دواړه اختر نيکمرغه ورځی نمانځی .
دري نيمی لسيزی وشوی چی زمونږ مجاهد ملت هر اختر په خونړيو جګړو کی تيروی .
دافغانستان خلکوهر چيری چی ژوند کوو راځی په يوه اتفاق د خپل لوی څښتن څخه خپل محروم ملت ته د نجات لپاره د زړه له کومی دعاګانی وکړو او په خپل مينځی پيوستون سره دروانی بدمرغی د ختميدو په خاطر يو بل ته دوروری ، مينی او ملی روغی جوړی لاسونه وراوږده کړو.
د خپلواک افغانستان د ملی حرکت مرکزی شوری په همدی هيله د افغانستان مجاهد ملت ، ددنيا مسلمان امت او د هغو ټولو رسنيو ايماندارو چلونکو کارکوونکو ته دواړه اختر ډیری ډیری مبارکی وړاندی کوی چی د مستفل ، متحد اوسرلوړی افغانستان د جوړپدو په خاطر صادقانه مبارزه او ملی خدمتونه سرته رسوی.
اختر دی د ټولو مبارک شی
د خپلواک اففانستان د مرکزی شوری موقت مسول