دخپریدو نیټه : 2013-08-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اور وينمه
محمد الله ساپي
چې خپل هـــــيواد كې مې بل اور وينمه
دې كــــــــــې دوزخ د لمــــــبو زور ويــــنمه
چـــــې څــــــومره شوى دى دنــــيا كې ظلم
نن هـــــــــــــــــــغه واړه پخپل كـــــور وينمه
پـــــــــــرون مـــــــــــومن تــــــه يې كافر ويلې
نــــــــن يـــــې كــافر پښو كې نسكور وينمه
چې څوك وايې څوك كوي ظلمونه په ځان
تـــــــــر هر چـــــا مخكى پښتون ورور وينمه
چـــــــې يــــــــې لاســــــونو نه نن ويني څاڅي
ســــبـــــــا يې بــــــــل پـــــــه مرې سپور وينمه
د نن قـــــــــــاضي چې كړي حكمونه د مرګ
راتلــــــــونكې ورځ تـــــه يې كور خور وينمه
څنــــــــــــګه د زړه دنـــــيا بـــــــه وكړې خوښي
ساپـــــــى وطــــــــن چې ســــوى سكور وينمه