افغانستان دســـپين قصر او سـور قصر په منــځ کې
دخطا کارو له لاسه د اوښکو په چم کې داسې فريــاد
کوي :
بيا دکوم قصر ښکلا ته په کڼډول کې نذرانه يم
دا خو يارکړې خطا ده چې دبل په نـنداره يم
زه دخپل زيارت ملنګ يم ستا کوڅې سره مې څه دي
راشه خکل زما ګريوان کړه زه دميــنې ديوانه يم
لکه ځاله دعنقا چې وي دستورو په مالت کې
دايشيا دزړه په سرد دنګو غرونو شهزاده يـم
څوک دې نه ګني چې نه يم دادې نه وائي چې هيڅ يم
مســـت اتڼ دشــاه ځلمو يم يوه مــسته ترانه يم
کوم تړون به فيصلې مې دژوندون ليږدي دربارته
راځه غاړه شه غړۍ شه ګڼې ورک يم بيګانه يـم
که غوغا له شرقه خيژي بيا فساد ګډ شي دونيا کې
يو حديث يم درازونو لوی کتاب يم خزانه يم
که ازاد وم ازاديږئ که برباد وم برباديږئ
يو تاثير په طبعيت کې هم اقبال دزمانه يم
د( اريـن ) په لپو، لپو دواګانې درنه زار شه
ستا په سريم پيژندلی ټول جهان چې ازاده ېم