ګډ په وطن مو د مر ګونو جوړ نا تا ر دی
لږسوچ ورونو په کا ردی لږ سوچ ورونو په کار دی
یا لرو برو افغا نا نو- د دی وطن صاد ق بچیانو- د سالم فکرخا وندانو؟
ستا سی وطن کښی د تو پونو ګړمبها ر دی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
دا مرګ او میر به وی تر کومه - کور په کور ویر به وی تر کومه
مړ دا ضمیر به وی تر کومه ؟
خپلو ځا نو ته مو جوړ کړی خپله دا ر دی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
جنګونه ورځ تر ورځ زیا تیږی- په خوار ملت سختي تیریږی
په خوب ویده کله ویښیږي
لږ را بیدار شۍ د هوښیا رو خلکو کار دی ؟
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
خارج روزلی اجنټان دی- دوی د لستوڼی پټ ماران دی- زمونږد خاوری دشمنان دی
په ښکا ره د لته تل خدمت کښي د اغیار دی؟
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کاردی
په خپل وطن مین د وستانو- لاره کړۍ بند د خاینانو- د دی نا ترسه لوټ مارانو؟
د رنه خلاص نشی د (روغوال) داسی شعا ر د ی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورنو په کا ردی