مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

روغوال

 

 

نور په داسی لارو مه ځۍ چی په کومو کښی اغزی وی
په کږو لارو چی د رومي نا بینا یا لیونی وی

د خپل عقل نه کار واخلۍ چی روان په کومه لار یو
چی په پټو ستر ګو تلل کړي د هغوي برخه کوهي وی

افغانانو را بیدار شۍ نور د علم لار اختیار کړۍ
ټول په یو لاري روان شۍ چی نصیب مو نیکبختی وی

علم دا شا ني رڼا ده تورتمونه ختموي
لمرچی هر ځای کښی لګيږي هغه ځای کښی روښنایی وی

ټول د علم شمعي بل کړی چی شا اوخوا مو شی رو ښا نه
پدی ملک کښی به حاکمه تر څو پوری زورواکي وی

تر منزله نه رسیږی کوږ با ر هرځای کښی غورزیږی
د دی ټولو بلا ګانو مور وطن کښی نا پوهی وی

ای ( روغواله) خوار ملت دی لږ د خوبه را بیدار کا
تر څوپوری به یی نصیب کښی ژړاګانی او مرګي وی

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery