خدایه(ج) څه په ګډوډ و زمونږ سر دی
ورځ د بلي کال د بل نه مو بد تر دی
هر څه مخکی ځي مونږ شاته یو روان
مخ په زوړي تورو شپو کښی مو سفر دی
د ړندو پشا ني د ید زمونږ کار نکړی
هره لوټه راته ښکاری چی لوی غر دی
کله یو ځای کله بل ځای کښی غورځیږو
هر وګړی کارو بار کښی خپل ابتر دی
د لیکلو او لوستلو نه محروم یو
په شتوو غړو کښی مثال مو کور او کردی
که پدي حالت کښی اوسۍ افغانانو
هره ورځ د رباندی جوړه سم محشر دی
(روغوال) وایی د همت ملا ټول بسته کړۍ
علم پوهی ته کړۍ مخه وخت سره زر دی
جلال اباد