دخپریدو نیټه : 2013-08-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زړه
نوربادشاه درويش
خدايه دا زما زړه
يوړو بې وفا زړه
ماپسې خوږيږي نه
كلك دى داشنا زړه
تش په يو نظر ليدو
شومې په هوا زړه
وګوره په سترګو كې
وړۍ رانه تا زړه
پام به كوم ډير په زړه
نه وركوم بيا زړه
بيا يې صبر نه كيږي
بيا شو ورخطا زړه
څوك به چاته څه وركړي
دلته په دنيا زړه
ټوله ګناه سترګو كې
سوځي بې ګناه زړه
اوس د نوربادشاه درويش
چوي په ژړا زړه
۱۳۹۰ -۱۱-۱۵
پكتيا