دخپریدو نیټه : 2013-08-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پټ شم
اټک يوسفزی
خپل سيوري او ځان نه چېرته پټ شمه
تښتمه انسان نه چېرته پټ شمه
زړه مې کلک راټينګ کړي ترېنه تلی نه شم
څنګه د جانان نه چېرته پټ شمه
سترګو نه مې څاڅي څه اسمان نه نه
مخ باندې باران نه چېرته پټ شمه
ستا غلط نظر ته به سر وښوروم
بيا به خپل وجدان نه چېرته پټ شمه
تا نه چې اټکه اوس محروم يمه
غواړم چې جهان نه چېرته پټ شمه