دخپریدو نیټه : 2013-09-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ولې نه مرم
محمد الله ساپی
د وطن دډیره غمه ولې نه مرم
ددی وخت دډیر ستمه ولې نه مرم
ددی ستر ناورین په غیږه کې رالوی شوم
سترګی تل ډکی له نمه ولې نه مرم
نا کردی د ظالمانو چې په زړه کړم
په دردمندو شم بی دمه ولې نه مرم
رڼایې شوله په موږ باندی حرامه
تل له لاسه د تور تمه ولې نه مرم
د هیواد می ډیر ملي افتخارات
چا کړه خرڅ په څو درهمه ولې نه مرم
هر یو چا توری په موږ وازمایلی
د عرب نه تر عجمه ولې نه مرم
موږ ساپیه چې د سوال لاس غزولی
چې د بل نه کوو تمه ولې نه مرم