دخپریدو نیټه : 2013-09-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نعمت الله پتانزی
تاپسی ورو وروسترګی اړوم کوڅه په کوڅه
چی قدم واخلم سترګی وغړوم کوڅه په کوڅه
چی راښکاره شی شاته ګورمه قدم په قدم
له شرمه دواړه سترګی وتړم کوڅه په کوڅه
چی ستادسترګوتصورته لږوزګارغوندی شم
له اوښکوډکی سترګی وژړوم کوڅه په کوڅه
دسترګوجنګ راسره مه ګړه شوخی سترګی لرم
بیابه دغټی سترګی وشړم کوڅه په کوڅه
دسوداګرپه شان په غلاسترګی دراړومه
خوپه یونظرد سترګی نه وړم کوڅه په کوڅه
چی کله کله (پټانزیه )ستاسوچم ته لاړشم
تاپسی خپلی سترګی واړوم کوڅه په کوڅه
۱۳۹۲/۶/۱۶
غزنی – پښتون آباد