ګل ته خدای څومره ښایست دی ور بښلی
په ښایست کــی له هر څه نه دی ښاغلی
مقابل کــــی یی د عمــر لنډ مهال دی
څوک خبر دي چی دي راز کې څه کمال دی
کـــــــــــارغه یوسلوشل کــــاله ژوندی وي
هم د مرګ تر ورڅی ځوان غوندې گړندی وي
خو یي غوښه مسلمان ته ده مــــرداره
نظافت نه ځـــــــــی مدام په کږه لاره
د میــــــوی په خاطــر تیر شی له ژوندونه
د ګل مــــرګ کی همیشه وی دا خـــوندونه
د خر بار خو په دې دروند دی ځکه خر دی
د ناپــوه پیټی هم ده سـره برابر دی
که د عقل سترګـې ځیر شي طبعیت ته
تــــــــــوجـه ژوره و شـــــــــــي ماهیت ته
د مار زهــــــــر هم بدلیږی په درملو
لکه ژوند چـی په میوه واوړی د ګلو
په هر څه کې دومره غټ شته دی رازونه
خو زمونږ پوهه تی جګ کــــړي پروازونه
چا چـــــــــی کړی قدرتونو ته نظر دي
د خـــالق په بشپړ علم یی باور دی
په خلقت کې د هر څه دي ډیر پندونه
بصیرت ته ورکـــــــوی ښه ځوابونه
ړندې سترګې لیدای نشی اوچت غرونه
هم په تل کــې خزانې ساتی بحرونه
سنبال کــــړی یی خپل ځان وي هر زمان ته
(آشنا) څوک چې وي خبر نو ځی اسمان ته