دخپریدو نیټه : 2013-09-07 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زموږه کلی
سیدمنتظرشاه
لکه نسرپه مخه کړی سيلاو
ډوب شي، غوپه شي
ته وا ورک شو د اوبو په تل کې
هغه د لر کلي میراو وايي
شکر چې ډوب شو، هغه هسک برجونه يې ونړیدل
خو،
سیلاب چې تم شی
لکه سور غاړی مازیګر د هسک په ولو باندې
کلی را پاڅي د سیلاب له خړو
شیبه ولاړوی
مزدک وویني چې هسک ولاړ دی
له منارو يې د بلال یو خوږ اواز راځي
چې د ژوندون ښکلا ته لاره باسي
خو،
زموږ د کلي پرهرژلی خلک
بلې تیارې ته تیاری نیسي
................................
زموږه کلی
لکه اوبو په سر اخیستی نښتر
لکه د لمنځې ګرګه
د هرتاړاک سره چې ولګيږي
خپلو زګیرویو سره، سر ته راشي
کله څپه ماته کړي،
کله مو ناوی هیلې واړه
د څپو خوراک شي
کله مو تاندې ګلورينی څانګې
بلې څپې ته تیاری نیسي
....................................
زموږه کلی
لکه د هسک چنار لویدلې
د چنچڼوځاله
د سين په منځ کې له بچيو سره
کله غوپه کله راپاڅي د څپو په اوږو
د سین تر غاړې چې راورسيږي
د لوړچنارد سين زموللو ماتو څانګو
نه پناه غواړي
.......................................
زموږه کلی
لکه ښکاري په مخه کړې هيلۍ
د ژوند شېبه
د سين څپه باندې دمه ونيسي
او
د تور ښکاري د تور ټوپک د شپيلۍ
بلې ګولۍ ته انتظارباسي
۱-۳- ۲۰۱۳
سروبی- کابل