دخپریدو نیټه : 2013-09-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
مصطفی ارین
نـن به مې قسمت غريب دوخت الزام ته څه وائي
زماپه شان په عشق کې رسوابه قام ته څه وائي
ما د خپله لاسه قتليدو ته را بللی دی
داماشوم زړګې به مې دمينې دام ته څه وائي
ستا اثري سترګې او زما داليونې نظر
خدايزده دمنصف عقل به دې انجام ته څه وائي
تاچې شين کميس له ستوروډک ،ماښام ته واغوسته
زماداساده خيال به دې رنګين ماښام ته څه وائي
نور به مې خمار،خمارنظرله کوڅې ټولې کړم
تږي،تږي سترګې به مې ستا تش جام ته څه وائي
سر،خو هسې هم ماستا په مينه کې بايللی دی
وخت به ليونې وي که بې سراندام ته څه وائي
لار دجهنم راته دمينې په ګناه ښيئي
سپين په نيت (ارين )به دې منبر امام ته څه وائي