کله له ژوند کله له زړه کله مي له ښاره باسي
غریب سړی یم دغه ښکلي مي له کاره باسي
یارانو د ښکلو خپلیدل خو راته داسي ښکاری
لکه په غره کی چیرته چي څوک لاره باسي
تیره باڼه دنګه ځواني او ټکا ټک قدم دی
په یو نظر سړي له خوبه تر سحاره باسي
د جمال ښایست دکم تر هورو له علمانو نه ده
هغه مي خوښ شي چي ذکات تري خدایي د پاره باسي
چي مي استي وه او ځواني وه خلکو ښه پیژندم
ای بس غریبي مي د اخپلو له قطاره باسي
خدایي ج خبر بیا یي ورته کور کي څه ویلي
لیوني هسي ټول غچونه له ( دل یاره ) باسي