د خلقت ټولــــو شیانو کـــــې قانون شته
په قانون کې د هر څه ګوره ژوندون شته
د اټوم کوچنۍ ذره کې هم موجود دی
نیوترون او پروتون ســـــره الکترون شته
الکترون هم تړل شــــــوی په قانون دې
هلته نظم اتحـــاد او پيوســـــــتون شته
انحراف کـــــــې زلزلې شي توپان راشي
د طبیعت په بې نظمۍ کې هم جنون شته
چې افراط او تفریط راشي په هیواد کې
داسې حال کی امکانات د جګــرخون شته
د انسان په سر کې عقل ستر قانون دی
دې قانون کې دلوی خدای عظیم سمون شته
چـې قانون نه وي ټولنه د بشـــر کې
داسې حال کې جهالت په لوري یون شته
یو انسان شـي بیا لیوه د بل د پاره
د پوهـانو په نظر کې دا مضمون شته
کوم هیواد کې چې حاکم نافذ قانون وي
سمه لار باندې (آشنا) د هغه تلون شته